IQNA

د ؛مشکات؛ دنړیوالو سیالیو  ګټونکي معرفي شول

15:54 - February 27, 2022
د خبر لمبر: 3485474
تهران(ایکنا) – د مشکات قرآني موسیسې عمومی مدیر  د قرآن لوستنې د نړیوالو سیالیو د غوره کسانو د نامو په اعلانولو سره (البته د مرتبو له اعلانولو پرته ) ووئيل ، په راتلونکي کال کې پروګرام لرو  د هیواد په سویه د سیالیو ترڅنګ په نړیوالو سیالیو کې په تیره بیا د سړیو او میرمنو او همداراز له اتلسو کلونو اوشپاړسو کلونو کم عمره زلمیانو په سویه هم  د لسو  سپارو،شلوسپارو او ټول قرآن د حفظ  اوقراءت په څانګو کې هم ترسره  کړو.

ایکناخبری آژآنس  راپور راکړ، د مشکات په نامې سره د قرآن کریم د سیالیو د نړیوالو اړخونو د بیانولو او جمع بندۍ خبری کنفرانس ، د کوهسار د جمعې امام او د مشکات قرآني موسیسې  دعمومی مدیر  حجةالاسلام مجبتی محمدي ،ددغو سیالیو د اجرائي منشي محمد کرمسیریان  او دڅو نورو مسئولانو اوشخصیّتونو په شتون سره  نن د ایکنا  په شهید تقوي  هال کې ترسره شو.

حجةالاسلام مجبتی محمدي   ددغه کنفرانس په پیل کې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت  په تسلیّت وئيلو سره  ووئيل ، د مشکات په نامې سره د قرآن کریم  د چارو سیالۍ ، د قرآني فعالیتونو د دودولو ،د قرآن کریم د انسان جوړونکو او لوړتیا بخښونکو مفهومونو سره   دلازیاتې  مینې او انس  د زمینې دبرابرولو په خاطر  او  دغه راز د ټولنې په چاپيریال کې د قرآن کریم د معنوي او روحاني فضا دمعطر کولو او خپرولو په خاطر ترسره کیږي 

  هغه زیاته کړې ،  دمشکات لوستنې  انټرنیټي  سیالي ، په لومړني پړاؤ کې دد درستې نړۍ له قاریانو څخه د  نړۍ له پنځوسو هیوادونو څخه د څلور زره کسانو په شتون او مشارکت سره په نړیواله بڼه ترسره شوې  او نهائي سیالۍ او  قضاوتونه ئې د تیرې اونۍ په چارشنبې ورځې پاي ته ورسیدې .

د مشکات قرآني موسیسې عمومی مدیر دې ته په  اشارې سره  چې ددغو سیالیو  پائيزې دستورې به د کب د میاشتې په یولسمه نیټه  په چارشنبې ورځې  په قم کې د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها د سپيڅلي حرم  په حضرت زهرا سلام الله علیها شبستان کې  مازدیګر درې بجې ترسره شي ، ووئيل ؛ دغه دستورې به د کرونائي بحران او خوریدا په دلیل ، یوازې د غوره شوو کسانو او دهغوي د کورنیو په شتون سره ترسره شي .البته  دغه دستورې به دویډيوئي لینک په وسیله او د ملی رسانئ او قرآن چینل  او همداراز ریډیو قرآن څخه هم خپرې شي .

محمدي  ددغو سیالیو جایزو او انعامونو ته په اشارې سره هم ووئيل ،د سیالیو په دغه پړاؤ کې به  په ترتیب سره  لومړي ګټونکي ته زر ډالر ، دوهم لمبر ګټونکي ته  اوه سوه ډالر  او دریم لمبر ګټوکي ته هم پنځه سوه ډالر  او دغه راز  له څلورم تر لسم لمبر پورې ګټونکو ته  هم یو سل پنځوس ډالرډالۍ شي .

https://iqna.ir/fa/news/4039145/%

captcha